نړۍ

منځني ختيځ ته دجاپان دصدراعظم سفر

توکيو دکويټ خبري آژانس    باختر دمرغومي دمياشتې ٢٦ :
دجاپان صدراعظم( شين زو آبه )  دمنځني ختيځ  هېوادونو ته  دشپږ ورځني سفر
لپاره نن سهار دمصر پايتخت  قاهرې ښار ته روان شو.
ټاکل شوې ده د جاپان صدراعظم  اردن ، فلسطين   او اسرائيلو ته هم سفر وکړي  او دحالاتو دثبات  او د دوه اړخيزو اړيکو  دپياوړتيا په باب ددغو هېوادونوله مشرانو سره خبرې اترې وکړي.
دجاپان صدراعظم به  دشنبې په ورځ  دمصر له جمهور رييس  عبدالفتاح السيسي  اودشنبې په ورځ  د اردن  له مامورينو سره خبرې اترې وکړي.
دجاپان له صدراعظم سره په دې سفر کې  دپنځوسو شرکتونو  دمشرانو يو هيئت   ملګري دي  او دمنځني ختيځ  له هېوادونو سره  دجاپان داقتصادي اړيکو دپراختيا غوښتنه کوي .
ديوبل خبرله مخې : دجاپان دبهرنيو چارو وزير ((  فوميوکيشيدا)) هم هندوستان  او څو اروپايي هېوادونو ته داته ورځني سفر لپاره نن سهار دهند پايتخت  دنوي ډيلي ښار ته  سفر وکړ.
دى به په دې سفر کې  دهند له صدراعظم (( نارندا مودي))  او ددغه هېواد دبهرنيو  چارو له وزير  سره   داقتصادي او تجارتي همکاريو دپياوړتيا په باب  خبرې اترې وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته