کابل، د زمري ۱۳مه، باختر
د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په لړ کې نن د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو د حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوې غونډې په ترڅ کې د خپلو یو کلنو فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور رسنیز کړ.
د یاد وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په یاده غونډه کې وویل چې دغه وزارت د تېر یوه کال په موده کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د اوبو د سرچینو پېژندلو، د اوبو د سرچینو پراختیا، د اوبو د چارو تنظیمولو او د انرژۍ پروګرامونو په برخه کې د انرژۍ خدماتو تنظیمولو او په هېواد کې د برېښنا مارکېټ رامنځته کولو په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو يو شمېر بندونه چې د جمهوريت پر مهال يې کارونه پيل خو نيمګړي پاتي وو، چې د امارت په راتګ سره يې کارونه پيل او ځينې يې بشپړ شوي دي، چې د کمال خان بند يو له هغه بندونو څخه دی، چې دمګړۍ يې چارې سل سلنه بشپړې شوې دي او د کابل د شاه او عروس بند چارې په بشپړېدو دي.
هغه همدارنګه وویل چې د تېر یوه کال په موده کې په هېواد کې د اوبو د ښه مدیریت او د اوبو د سرچینو د پیاوړتیا په موخه، د دغه وزارت له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۱۷ چک ډیمونو پروژې تړونونه لاسلیک شوي، چې ډېری یې بشپړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاته کړه، چې له شمالي ګاونډيو هېوادونو سره ګډه پوله، چې په تېرو کلونو کې د سېلابونو او نورو طبيعي عواملو په پايله کې له منځه تللې ده، د تشخيص په موخه يې له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله سره خبره شريکه شوې او نوموړې لارښونه کړې، چې د اړوندو وزارتونو له لوري په دې تړاو عملي ګامونه واخيستل شي.
د منصور په وینا د هېواد په شمال کې د امو سیند د څنډو د تخريب د مخنيوي په موخه د هېواد په شمالي ولايتونو کې په لسګونه د څنډو تحکیماتي پروژې پيل شوې، چې ډېرى يې بشپړې شوې او پر ځينو يې کار روان دى.
نوموړي په هېواد کې د انرژۍ د پراختیا اهمیت ته په اشارې سره وویل چې په دې برخه کې ډېر کارونه ترسره شوي او د یو شمېر لویو پروژو تړونونه لکه د ارغندي ۵۰۰ کیلو ولټ سب سټېشن پروژې د پاتې چارو هوکړه شوې ده، له دشت خواجه الوان څخه تر ارغندي کابل پورې د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د لېږد مزي او د دې پروژې اړوند د پنځو سب سټېشنونو او د برېښنا د لېږد لینونو تړونونه له پانګوالو سره لاسلیک شوي او عملي کار یې پیل شوی دی.
هغه زیاته کړه، په نغلو کې د لس میګاواټه لمریزې برېښنا پروژه بشپړه شوې او د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې له پانګوالو سره د لمریزې برېښنا د یو شمېر نورو پروژو تړونونه هم لاسلیک شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو په یاده غونډه کې ټینګار وکړ، چې دغه وزارت د اوبو او انرژۍ د ښه مدیریت او د دغو دوو سکتورونو د پراختیا لپاره مشخص پنځه کلن پلانونه چمتو کړي، چې په دې برخه کې ټولې پروژې په واضح ډول تعریف شوې دي.