خبرونهTOPنړۍ

مناظره؛ ټرمپ او هارېس یو پر بل سختې نیوکې وکړې

نړۍ، د وږي ۲۱ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو د ولسمشریزو ټاکنو دوه نوماندانو ډونالډ ټرمپ او کاملا هارېس د اې بي سي نیوز ټلویزیوني چینل په کوربه توب مناظره ترسره او یو پر بل یې د بېلابېلو موضوعاتو په برخه کې سختې نیوکې وکړې.

مناظره کې د امریکا پر کورنيو بېلابېلو مسایلو، د اوکراین او اسرایلو موضوع او دغه راز پر نورو موارد هم بحث او جنجالي خبرې وشوې.

د مناظرې په لړ کې ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د هارېس د بریا په صورت کې به امریکا د بربادۍ پر لور روانه شي.

نوموړي دغه څرګندونې امریکا ته د کډوالو ډلیز ورتګ ته په اشارې زیاته کړې ده، چې دغه کډوال د امریکا په ګټه نه دي.

ټرمپ دغه راز د مناظرې په جریان کې له پوتین سره د ملګرتیا پر درلودلو هم اعتراف کړی.

دغه نوماند د بایډن پر پالیسیو د نیو کو په لړ کې ویلي، چې که نوموړی په واک وای، نو د اوکراین جګړه به نه وه پېښه شوې، ځکه له پوتین سره یې هېڅ ستونزه نه درلودله.

ټرمپ ډاډ ورکړی، چې د بریا په صورت کې به د دندې له پیل لا وړاندې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته