امنیت

ملګري ملتونه :په روان کال کې دتيرکال په پرتله په افغانستان کې دټپيانوشمير په سلوکې يو ويشت زيات شوى دى .

کابل باختر د ليندي اوومه :
دملګروملتو دسازمان  دبشر دوستانه چارو  دهمغږى دفتر   اوچا  پرون  په کابل کې  ديو رپوټ  په خپرولو سره ويلي دي  چې په افغانستان کې دجګړې ددوام له امله  دروان  ميلادي کال  په لومړيو نهومياشتو کې  په افغانستان کې  نهه شپيته زره  ټپيان شوي دي.
  ددغه رپوټ له مخې  چې په دې وروستيو وختو کې دملګروملتو دسازمان  دبشر دوستانه چارو دهمغږى  دفتر  يا اوچا  له خوا  خپور شوى دى په افغانستان کې  په  ٢٠١٧ميلادي کال کې  دتيرکال دهمدې مودې په پرتله  په افغانستان کې دجګړو ددوام له امله  د ټپيانو شمير  په سلوکې  يو ويشت زياتوالي ښيي .
داوچا ددفتر له خوا  دخپاره شوي رپوټ له مخې ، په افغانستان کې  دروان ميلادي کال  په لومړيو نهو مياشتو کې دتروريستي بريدونو  او دنښتو ددوام له امله  کابو اته زره تنه  وژل شوي دي چې ماشومان او ښځې هم پکې شاملې دي . اومهم عامل يې دجګړو زور اخستل او په مذهبي  اماکنو ددولت  دوسله والو مخالفانو د تروريستي بريدونو  زياتوالي دى .
  دملګروملتو دسازمان دبشر دوستانه چارو د همغږى  ددفتر يا اوچا په رپوټ کې دغه راز  ويل شوي دي  چې  ٢٠١٧ميلادي کال  دجولاى له مياشتې څخه  دروان کال  د سپتمبر  ترمياشتې پورې هره ورځ  ددولت  دوسله والو  مخالفانو له خوا  څه ناڅه اتيا بريدونه شوي دي او په همدې موده کې ددولت دوسله والو مخالفانو ١٩٢٠٠ مورده نښتې  ثبتې شوي دي .  چې د ٢٠٠٨ کال په پرتله په نښتو کې  پنځه برابره  زياتوالي ښيي.
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته