ملګري ملتونه د ستونزو د حل پر ځای؛ نورې هغه جوړوي
کابل, د مرغومې ۱۰ مه, باختر
تبصره
د ملګرو ملتونو سازمان چې د رامنځته کېدو موخه یې نړۍ کې د ستونزو حل دی، خو د افغانستان په اړه له حقیقتونو سترګې پټوي او هغه ډول پرېکړې نه کوي، چې دلته یې اړتیا لیدل کېږي.
دغه سازمان تازه پرېکړه کړې، چې د افغانستان لپاره د یوناما دفتر تر څنګ یو بل ځانګړی استازی هم وټاکي، چې دا یوه غیرې منصفانه پرېکړه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان دغه پرېکړه د افغانستان اسلامي امارت له لوري غندل شوې او په دې دلیل، چې دغه استازي په هېوادونو کې ستونزې نه شي اوارولی.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مخکیني استازي هم د افغانستان په اړه له حقیقت څخه لرې راپورونه چمتو کول او د دې خاورې واقعیتونه یې تر پښو لاندې کول.
ملګري ملتونه باید د افغانستان مذهبي، کلتوري، ټولنیز او نور حقایق درک کړي او اسلامي امارت داسې یو نظام دی، چې د همدغو ارزښتونو د ساتلو او پاللو لپاره یې کلونه مبارزه کړې او لا یې هم کوي.
ملګرو ملتونو ته پکار ده، چې افغانستان ته د اضافي استازو د اعلانولو پر ځای د افغان ولس له منځه د راپورته شوي نظام استازي ته په دغه سازمان کې خپله ځواکۍ وسپاري، تر څو وکولی شي د افغانستان له حالاتو، واقعتونو او حقایقو خبر شي.
که چېرې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د اسلامي امارت استازي ته وسپارل شي، نو دغه چاره به ګټوره په دې تمامه شي، چې د اسلامي امارت استازی دې همدې خاورې سړی دی او دلته ټولو مذهبي، ټولنیزو او نورو ارزښتونو ته په کتو په هر څه اګاه دی او کولی شي نړۍ ته د افغانستان حقایق مخې ته کېږدي او د ملګرو ملتونو له لارې د افغانستان د خلکو ستونزو ته ښه انعکاس ورکړي.