سیاست

ملګري ملتونه تل دافغانانو ترڅنګ ولاړ دى .

کابل باختر دزمري  يوولسمه :
  دافغانستان په چارو کې دملګروملتودسازمان دسرمنشي  ځانګړې استازي نن بغلان ولايت ته په يو کاري سفر لاړ .
دافغانستان په چارو کې دملګروملتودسازمان دسرمنشي ځانګړى استازى تدامي چې ياما موتو بغلان ولايت ته له رسيدو وروسته ددغه ولايت دوالي عبدالستار  بارز په استوګنځي کې په داسې حال کې چې په بغلان ولايت کې دملګروملتودسياسي  معاونيت ددفتر سرپرست سره  ددغه هيئت مشرتابه هيئت  حاضر و وکتل .
  دبغلان والي عبد استار  بارز ددغه ولايت دسياسي اقتصادي امنيتي او تعليمي حالاتو په باب اوږدې څرګندونې وکړې او دپوهنې او کرنې په برخو کې يې دبغلان ولايت لاس ته راوړنې وستايلې .
وروسته دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسرمنشي  ځانګړي استازي بغلان ولايت ته دخپل سفر موخه په دغه ولايت کې دامنيتي او ټولنيزو حالاتو څيړل وبلل  او پوهنې لوړو زده کړو اوکرنې په سکتور کې دپرمختګ او پرمختيا په باب دوالي دڅرګندونو له امله خوښئ وښودله او ډاډ يې ورکړ تر هغه وخته چې دافغانستان خلک دملګروملتونو همکاري ته اړتيا ولري ملګري ملتونه دهغوى تر څنګ دريږي او دافغانانو دژوندانه دبرابرو شرايطو دښه والي په مقصد په بيلابيلو برخو کې له هيڅ ډول هلوځلو اوهمکاري څخه ډډه ونه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته