ټولنه

ملګري ملتونه: بايد له پناه غوښتوونکو سره ناوړه چلند و نه شي

نيويارک – باختر دليندۍ دمياشتې ٢٧
دملګرو ملتو سازمان وايي چې په روان کال کې به د افغانستان په شپږويشتو تنومهاجرينو او په کورنيو بې ځايه شويوکسانو ژمني مرستې ووشي.
دکډوالو په چاروکې د ملګرو ملتو د سازمان د عالي کميشنرۍ د ارقامو له مخې: همدا اوس څه دپاسه دوه مليونه تنه افغانان له دغه هيواد څخه بهر په تيره بيا په ګاونډيوهيوادونوايران او پاکستان کې مهاجر دي.
نن د ډسمبر دمياشتې په اتلسمه نيټه چې د مهاجرت له نړيوالې ورځې سره سمون لري؛ دملګرو ملتو سازمان په همدې مناسبت ويلي دي چې بايد له پناه غوښتوونکو سره ناوړه او له تاوتريخوالى ډک چلند ونه شي .
دکډوالو په چاروکې دملګرو ملتو د سازمان عالي کميشنرۍ په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې مهاجرين انسان دي او بشري حقوق لري.
دملګرو ملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ په اعلاميه کې دغه راز خبر دارى ورکړ شوى دى چې مهاچرينوته بايد دبې کوره او مرستې ته د اړ قرباني په توګه ونه کتل شي.
د اعلاميې په دوام دغه راز ويل شوي دي چې ټول مهاجرين دټولو هيوادونو د اتباعو په شان برابرحقوق لري. دې ته په پاملرنې پرته چې په هيوادکې يې څه حالت تيريږي.
په اوس وخت کې د نړۍ زياتره مهاجرين او پناه غوښتوونکي د آسيايي او افريقايي هيوادونو اتباع دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته