سیاستخبرونهټولنهTOP

ملګري ملتونه: اسلامي امارت تېرو دوه کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لريp

کابل، د لېندۍ ۱۴ مه، باختر

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مسوول سټیفن ریډریګز د کندهار له والي ملاشرین اخند سره د کتنې پر مهال ویلي، چې اسلامي امارت د خپلې واکمنۍ په څه باندې دوه کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.

نوموړي په افغانستان کې د نشه یي توکو پر کر، تولید او کاروبار بندیز، د سرتاسري امنیت ټینګښت او د فساد له منځه وړلو ته اشاره کړې، زیاته کړې یې ده، چې د اسلامي امارت دغه لاسته راوړنې د پام وړ دي.

د یاد ولایت والي هم په ټول هېواد کې د شته امنیت لامل ته په اشارې ویلي، چې دغه نظام د افغانانو خوښ دی او پراخ ولسي ملاتړ له ځانه سره لري.

ملا شرین اخند دغه راز په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان د فعالیتونو ستاینه کړې او له دغه سازمان څخه یې د بېرته راستنېدونکو افغانانو لپاره د سرپناوو جوړولو، ښار او نورو لرې برتو سیمو ته د روغتیایي خدماتو د رسولو او نورو پرمختیایي پروژو د پلې کولو غوښتنه کړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته