نړۍ، د تلې ۵ مه، بهرنۍ رسنۍ
لبنان کې د حزب الله ډلې پر ضد د اسرایلو تر سختو هوایي بریدونو وروسته د دغه رژیم پوځ اعلان کړی، چې ډېر ژر به د دغې ډلې پر ضد ځمکني عملیات هم پیل کړي.
ملګرو ملتونو د سملاسي اوربند غوښتنه کړې او فرانسې ویلي، له امریکا سره په ګډه یې د اوربند طرحه چمتو کړې ده؛ روسیې، چین، د افغانستان اسلامي امارت او د نړۍ ځینو نورو هېوادونو د اسرایلو دغه بریدونه غندلي دي.
د غزې په روانه یو کلنه جګړه کې حزب الله ډله یوه له هغو وه، چې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره یې پر اسرایلو توغندیز ګوزارونه کول.
شنونکي په دې باور دي، چې ښایي لبنان کې دغه پیلیدونکې جګړه په یو نړیوال ناورین بدل شي.