خبرونهنړۍ

ملګرو ملتونو د اسرایلو پوځ له ماشومانو سره د تاوتریخوالي کوونکو په تور لېست کې شامل کړ

نړۍ، د غبرګولي ۱۹مه، بهرنۍ رسنۍ
د ملګرو ملتونو سازمان د اسرایلو صهیونست پوځ د هغو کسانو په لېست کې شامل کړ، چې د جګړې په لړ کې له ماشومانو سره تاوتریخوالی کوي.
ملګرو ملتونو کې د اسرایلو استازي ګیلاډ ایرډان د ټولنیزو رسنیو په یو پیغام کې ویلي، چې په دې اړه یې د سازمان د عموموي منشي انتونیو ګوترېش لیک ترلاسه کړی دی.
نوموړي دغه پرېکړه غندلې او شرمونکې یې بللې ده.
ملګرو ملتونو دغه پرېکړه په داسې مهال کړې، چې غزه کې د اسرایلي ځواکونو په هوایي، ځمکنیو او سمندري بریدونو کې ۱۵ زره فلسطیني ماشومان وژل شوي او لسګونه زره نور ټپیان شوي، چې له ډلې یې درې زرو یې خپل لاس او یا هم پښې له لاسه ورکړې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته