ملي ځواکونو د نور ګل دخلکو دپاڅون په ملاتړ عمليات پيل کړل .
کابل باخترد لړم پنځلسمه :
دتوپان – ٢٥ په نامه چاڼيز عمليات پرون دکونړ ولايت دنورګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې پيل شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه عمليات دکونړ ولايت دنورګل ولسوالۍ دمزار درې دوګړني پاڅون په ملاتړ دپوليسو، ملي امنيت او دملي اردو د ٢٠١ سيلاب قول اردو ددويمې پلي لوا په ګډون دامنيتي ځواکونو له خوا پيل شول چې دسيمې دخلکو له خوا يې ملاتړ اوهرکلي وشو .
جزئيات وروسته خپريږي .