ملي موزیم د انتوګرافۍ او برونزو دورې د اثارو نندارتون جوړوي
کابل باختر ٣٠مه باختر
ملي موزیم په نږدې راتلونکې کې د انتوګرافۍ او د برونزو دورې نندارتون د دغه موزیم د نندارتونونو په سالونونو کې جوړوي.
د ملي مورزیم امر عین الدین صداقت باختر اژانس ته وویل چې دغه نندارتونه د هېواد د تاریخي اثارو د ارزښت په موخه جوړېږي. په خبره یې د انتوکرافۍ اثار په افغانستان کې د بېلا بیلو قومونو فرهنګ معرفي کوي او دغه راز د برونزو دورې اثار په افغانستان کې مهمه دوره او مدنیت دى، نو له همدې له امله یې نندارتونونه جوړېږي.
هغه زیاته کړه: د برونزو دورې اثار ځانګړی تاریخي ارزښت لري او د هېواد له جنوب (قندهار، هلمند او د مندی ګګ لرغونو ساحو څخه ) او بله برخه یې د هېواد له شمال ( بلخ، تخار او له اموسیند څخه ترلاسه شوي دي چې ګاڼې ، لوښې او د برونزو د دورې تاریخی اثار پکې شامل دی، په خبره یې دغه اثار مخکې نندارې ته نه دي وړاندې شوي.
عین الدین صداقت څرګنده کړه چې په تېرو ۶ میاشتو کې بریالی شوی چې په بېلو بېلو دورو پورې اړوند د ۲۰۰ تاریخي اثارو په اړه څېړنه وکړي او له پېژندنې وروسته دغه اثار د ملی موزیم په دیتابس کې ثبت کړي .
هغه وايي چې له اسلامی دورې څخه د کوشانیانو تر دورې پورې اړوند سل تاریخي اثار چې مجسمې، سکې، سفالي لوښي، ګاڼې او ډول ډول نور اثار په کې شامل دي، ملي موزیم ته سپارل شوي دي.
هغه وویل: د دغو اثارو له جملې څڅه یو شمېر یې اسلامی دورې پورې مربوط دي چې د اسلامي امارت ځواکونو هغه له هرات څخه ترلاسه کړي او ملی موزیم ته سپارل شوي دي.
صداقت وویل: په ملی موزیم کې څه د پاسه ۵۰۰۰۰ تاریخی اثار شته چې د ډبرو ،برونزو، باختري یونان، کوشانیانو، اسلامي دورې او دغه راز د نورو دورو د اتنوګرافۍ اثار په کې موجود دي.
د ملي موزیم آمر زیاته کړه چې د ملی موزیم د هزار شهر باختر، مسکوکاتو، اتنوګرافۍ او د ۱۳۹۹کال ثبت شوي اثار د نندراتونونو په سالون کې نندارې ته وړاندی شوي دي .
هغه وویل چې د ملی موریم د اثارو زیات مراجعین د پوهنتونونو محصلان او د ښوونځیو زده کوونکي دي. په وینا یې د یخنۍ او د پوهنتونونو او ښوونځیو د رخصیتو له امله د مراجعه کوونکو شمېر لږ شوی دی او اوس هره ورځ له ۵۰ څخه تر١٠٠ پورې خلک ملي موزیم ته د اثارو نندارې لپاره ورځي.
هغه څرګنده کړه چې د قندهار، ننګرهار، هرات، بلخ، غزني، خوست او د نیمروز په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سیمه ییز موزیمونه شته او په پام کې ده چې د امکاناتو په برابرولو سره په دغو موزیمونو کې تاریخی اثار نندارې ته وړاندې شي او په نورو ولایتونوکې هم موزیمونه جوړ شي.
عین الدین صداقت وویل چې د افغانستان فرهنګي میراثونه د هېواد د ټولو خلکو هویت او بډایه تاریخ ښکارندوي کوي او له خلکو یې وغوښټل چې د دغو ملي شتمنیو په ساتنه کې همکاري وکړي.
ج-ا