اقتصاد

ملي سوداګر دې د ټولګټو ځایونو په جوړولوکې مرسته وکړي

کابل- باختر د کب د میاشتې ٢٥ مه:
د میدان وردګو والي له ملي سوداګروڅخه وغوښتل چې په دې ولایت کې د ټولګټو ځایونو په جوړولوکې مرسته وکړي.
دا څرګندونې  حیات الله حیات پرون ولایت مقام کې د خصوصي سکتور غونډې پر مهال وکړې، چې یوشمیر سوداګرو او نورو مسوولینو پکې ګډون کړی و.
حیات الله حیات سوداګر دې ته وهڅول، چې د مرکز میدان ښار په صنعتي ښارګوټي کې د طرزالعمل سره سم ځمکې ترلاسه او پانګونه دې وکړي.
ده دغه راز له سوداګرو غوښتنه وکړه، چې د ټولګټو ځایونو  په جوړولو کې همکاري وکړي څو ښاري ښکلا رامنځته او خلکو ته هم لازمې اسانتياوې برابرې شي.
په دې غونډه کې سوداګرو له والي ښاغلي حیات څخه مننه وکړه، چې سوداګرو ته یې په بیلا بیلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې او هم یې ژمنه وکړه، چې دوی د ولایت له مقام سره هر راز همکارۍ ته چمتو دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته