ملي دفاع وزارت : د ملي اردو یوهلیکوپترد فني ستونزې له امله وغورځېد

– کابل / د غبرګولي ۱۹ / باختر
د هوايي ځواکونو یوهلیکوپترد تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلی دی چې په پایله کې ٣ تنه سپرلۍ یې شهیدانې شوې دي.
دغه پېښه تېره شپه د میدان وردګو د جغتوپه سیدي کلي کې رامنځته شوې ده، دغه هلیکوپتر دفاعي ځواکونوته په اکمالاتوبوخت و چې وغورځېد چې پکې ۳ تنه شهیدان او یو بل ټپي شو.
د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي چې دغه هلیکوپترد تخنیکي ستونزې له امله غورځېدلی دی، هغه د طالبانو دغه ادعاوې چې ویلي دي چې دوی دغه هلیکوپترغورځولی دی بې بنسټه وبللې.
په تېرو دوو کلونو کې د ملي اردو څه نا څه ۲۰ هلیکوپترونه د تخینکي ستونزې له امله غورځېدلي دي.
دغه هلیکوپترونه چې د افغانستان ملي اردو ترې استفاده کوي روسي هلیکوپترونه دي او جوړونکي شرکت حاضرنه دی چې د اړتیا وړ پرزې افغانستان ته ورکړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته