ملي دفاع وزارت: د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې دفاعي سيستم فعال شو

کابل / د چنګاښ ۲۱مه / باختر
د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د هوايي دفاعي سيستم د فعالولو خبر ورکوي چې د دغه هوايي ډګر د امنيتي مسووليت د اخيستلو په اړه ګنګوسي دوام لري.
د باختر آژانس د خبر له مخې: د امنيتي او دفاعي بنسټونو عمومي وياند جنرال اجمل عمر شينواري دغه سيستم يوه مهمه او پرمختللې وسيله وبلله او ويې ويل: دغه سيستم بهرنيو همکارانو مرسته کړې ده او د دفاع او امنيت په برخه کې ستر وياړ او خورا مهمه وسيله ده .
هغه زياته کړه: اوس په دې برخه کې بهرني همکاران له موږ سره همکاري کوي چې وکولاى شوو د دې وسيلې د کارولو وړتيا پیدا کړو.
دغه راز د افغانستان ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې نړيوالې تجربې ښودلې چې دغه سيستم د توغنديو په شنډولو کې ګټور دى.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: امنيتي او دفاعي ځواکونه چمتو دي د خپل هېواد او خلکو دفاع وکړي او دغه سيستم هم د همدغو موخو لپاره تنظيمېږي چې د جنګي چمتووالي د کچې په لوړولو کې به مثبت اغېز ولري.
بايد وويل شي چې په دغو وروستيو کې ترکيې اعلام کړى دى چې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر د امنيت د تامين مسووليت اخلي؛ خو شرط هم لري او و به ليدل شي چې د کورنيو او بهرنيو مسوولو مقاماتو د منلو دی او که څنګه؟
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته