خبرونهامنیت

ملي دفاع وزارت اړوند سلګونه ځانګړي ځواکونه له زده کړو څخه فارغ شول

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ د عالي تعلیماتو له ښوونځۍ د دویمې دورې څخه ۸۹۷ تنه سرتېري د عقیدوي زده کړو ترڅنګ د کمانډویي تعلیماتو له شپږ میاشتني بېلابېلو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول
‏د رياست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په يادو مراسمو کې وويل چې سرتېري د راغلې ازادۍ ساتونکي دي او په کلکه به له خپلو مقدساتو څخه دفاع کوي.
په ورته وخت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد په يادو مراسمو کې ولس ته ډاډ ورکړ، چې دا ځواکونه به د خلکو د سر او مال ساتنه کوي او د سوکالۍ سبب به يې وګرځي.
د يادونې وړ ده، چې یادو کمانډویي ځواکونو خپل عملي نمایشات او مانورونه د مسؤلینو په حضور کې په عالي نظم سره ترسره کړل او پای کې یادو ځواکونو ته بری لیکونه هم ورکړل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته