ملي امنيت : څلور تنه تروريستان په پکتيکاکې ونيول شول
کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
دملي امنيت دلوى رياست موظفينو نن په پکتيکاولايت کې په اپراتيفي عملياتو کې څلور تنه تروريستان ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ: نيول شوي کسان نصيب الله، غلام سيداني، ظريف خان اوبازيد و چې دپکتيکا ولايت اوسيدونکي دي او ددغه ولايت په مربوطاتوکې يې په ورانکارو اوتروريستي فعاليتونو لاس پورې کاوه چې دملي امنيت دلوى رياست دمنسوبينو له خوا له دوو کلاشينکوفونو او دوو مخابرو سره ونيول شول. دغو کسانو دلومړنيو تحقيقاتو په بهيرکې په خپل جرم اعتراف کړي او ويلي يې دي چې پوځي زده کړې يې دپاکستان دکويټې په کچلاق سيمه کې دپاکستاني طالبانو دډلې له يو قوماندان له صاحب زاده مشهور سيف الرحمن څخه کړي دي او دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دپکتيکا ولايت ته ورغلي وو.