سیاست

ملي امنيت : دلوګر دمدني فعال محمودي خبرې بې مدرکه دي

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دملي امنيت ادارې نن ديوې اعلاميې په  خپرولو سره ويلي دي چې دلوګر  ولايت مدني فعال محمودي هغه څه چې له ماشومانو څخه دناوړې جنسي ګټې اخستنې په باره کې ويلي دي له مدرک او سندونو پرته دي
دباختراژانس  دخبرله مخې، ملي امنيت ديوې اعلاميې  په خپرولو سره ويلي دي دلوګر په ښوونځيو کې له ماشومانو څخه دناوړې  جنسي ګټې اخستنې په باب دمحمودي  دڅيړنيز رپوټ خپريدل دعامه افکارو دمغشوش کېدو ،دعامه نظم او امنيت دګډوډيدو اوله جدي امنيتي ګواښ سره دڅوتنو دمخامخ کېدو  سبب شول
درپوټ له خپريدو څخه وروسته محمودي اودهغه همکارته جدي  ګواښونه متوجه شوي دي  په همدې ملحوظ  هغوى دامنيت دتامينولو او ساتنې په موخه يوه امن ځاى ته ولېږدول شول اودغه راز هغه درندې جرمي  قضيې  چې دمحمودي په رپوټ کې ورته يادونه شوې ده د وضاحت غوښتنه وشي چې دعدلي اوقضايي بنسټونو تر تعقيب لاندې ونيول شي .
له بده مرغه دمحمودي دخبرو له بهير څخه جوته شوې ده چې دهغه موندنې ، مدرک ، ثبوت او شواهد نه لري او په غير مسلکي  ډول يواځې ديوې ماجرا درامنځته کولو او وروسته دخپلې کورنۍ لپاره  په يوه بهرنى  هېوادکې دپناه غوښتنې لپاره ترسره شوي وو .
ددغه رپوټ   بې بنسټو او له اثباتيه مدارکو پرته  ادعاکانو دڅو ښوونځيو  دماشومانو په ګډون څو تنه له جدي  امنيتي ګواښ سره مخامخ کړي دي .
دغه شان رپوټ  د روزنيز چاپيرال  په نيت دعامه  ذهنونو دمغشوش کېدو سبب کېږي اوکولاى شي زموږ ماشومان له تعليمي فرصت څخه محروم کړي .
په دې ترڅ کې  له سپکاوي  ډکو ادعاګانو اوتورونو دخلکو ډله ئيز هويت ته زيان رسوي او د بشر دحقوقو دمدافعو بنسټونو په وړاندې دافغانستان دريځ  زيانمنوي .
  ختم_عطاالله_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته