۳۷- کابل / د مرغومي ۹ مه / باختر
د ملي اردو ځواکونو تېره شپه په بدخشان کې د څلورو توغنديو د توغولو مخه ونيوله.
د ٢١٧پامير قول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول هادي جمال باختر آژانس ته وويل: د دغې قول اردو منسوبانو په عملياتو کې د دغه ولايت د نسي ولسوالۍ له دوابې ساحې څخه د (بي.ام-يو) څلورو توغنديو په کشف سره په يادې ولسوالۍ کې د ملکي او پوځي تلفاتو مخه ونيوله.
هغه زياته کړه: په عملياتو کې د وسله والو طالبانو څلور سنګرونه ويجاړ شول او دوه ځانمرګي واسکټونه ترلاسه شول.
د يو بل خبر له مخې:
يو وسله وال طالب د بدخشان په درايم ولسوالۍ کې د ملي اردو له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شو او څلور نور یې ټپيان شول.
پاى \ ذ
11 1 دقیقه لوستل