ټولنه

ملي اردو دهلمند دوه سوه تنه اوسيدونکي دسيلاو له خطر څخه وژغورل

کابل باختر دکب دمياشتې ٢٧ :
دملي اردو موظفينودهلمند ولايت دوه سوه تنه اوسيدونکي دسيلاوله خطر  څخه   وژغورل .
دباختر آژانس دخبرله مخې :   دهلمند سيند په غاړه کې   دسکزي  او ګداب ښار دوه سوه تنه اوسيدونکي دسيلا و له خطر سره مخامخ وو، د ٢١٥ ميوندقول اردو دڅلورمې لوا دلومړي کنډک دمنسوبينو له خوا وژغورل شول.
دغه هيوادوال امنو سيمو ته ليږدول شوي  او ددوى دکورونو  وسايل  دپوځي وسايطو په  واسطه ددوى دخپلوانو کورونو ته  ليږدول شوي دي.
ددغه سيلاو له امله ددغې سيمې اوسيدونکو ته دسرزيان نه دى اوښتى  خو کورونه يې ويجاړشوي دي . .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته