نړۍ

مليشه طالبانو په کرمي ايجنسۍ کې دوو ښوونځيو ته اور واچاوه .

پيښور  باختر د مرغومي نهمه :
مليشه طالبانو نن سهار  دکرمي ايجنسۍ  په قبايلي سيمه کې  ددوو  لومړنيو ښوونځيو  ودانيو ته  اور واچاوه  .
دغه اورلګيدنه په داسې حال کې وشوه  چې مليشه طالبانو  دزياتو بريدونو  ګواښ کړى دى .
باختراژانس  دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ ،  چې دغه پيښه  دپيښور ښار دپوځيانو تر ادارې لاندې  په يوه ښوونځي کې  ديوسلو پنځوسو تنو له يومخيزې  وژنې څخه  دوه اوونۍ وروسته  رامنځته شوه چې يوسلو  دوه څلويښت تنه يې دښوونځي  کوچنۍ  زده کوونکي و .
  دکرمي ايجنيسۍ  دسيمه ئيزې ادارې ديوه مامور دڅرګندونو له مخې ، يرغلګرو دښوونځي  ودانۍ ته  له اور اچولو مخکې  په موبل او فرنيچر پطرول  شيندلي و .
په پاکستان کې  دښوونځيو درخصتي په سبب  په دې پيښه کې چاته زيان نه دى اوښتى او مسووليت يې هم  چاپه غاړه نه دى اخستى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته