نړۍ

مليشه طالبانو دديورنډ له کرښې اخوا په قبايلي سيمه کې درې تنه پوليسان ووژل

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
دديورنډ  له کرښې اخوا قبايلي  سيمو کې دپاکستاني پوځيانو د عملياتو په بهيرکې  مليشه طالبانو درې تنه پوليسان په ملکند سيمه کې ووژل .
  باختراژانس  دپاکستان  د ډان ورځپاڼې  له خولې خبر راکړ. دغه پيښه دايلام ښارګوټي په غرنيو ناحيو کې چې مليشه طالبان پکې فعال دي رامنځته شوه .
  دپاکستان دپوليسو  يوه افسر  اصف اقبال  دفرانسې  خبري اژانس  ته وويل  چې دڅلورو تنو پوليسانو له بې درکه کيدو وروسته  پاکستاني پوځيانو په دې سيمه کې چاڼيز عمليات  پيل کړل چې دنښتې سبب  شول او طالبانو دپوليسو په ليږدونکي واسطې هم ډزې وکړې .
  دپوليسو ددريو تنو افسرانو مړي چې ګولۍ پرې لګيدلې  وې پرون  دپوليسو لاس ته ورغلل  او دپوليسو  ديوې ادارې  رييس هم ټپي شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته