ملا هدایت الله بدري: اسلامي امارت هڅه کوي د کارموندنې غوره چاپېریال رامنځته کړي

کابل، د مرغومي ۲۰مه، باختر
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست ملا هدایت الله بدري، د تخار له علماءکرامو او مشرانو سره کتلي دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د دیني عالمانو د رول، اسلامي نظام او د کانونو او پټرولیم وزارت د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې شوې دي.
د تخار علماوو او مشرانو د یاد وزارت د مشرتابه کارونه ستایلي او د کاني سرچینو او د سیمې خلکو ته د کاري فرصتونو پر رامنځته کېدو خبرې کړې او دغه راز د خلکو ستونزې د وزارت له سرپرست سره شریکې کړې دي.
ملا بدري ویلي چې اسلامي امارت او د کانونو او پټرولیم وزارت هڅه کوي چې د خلکو د ژوند د هوساینې لپاره، د کارموندنې غوره چاپېریال رامنځته کړي.