سیاستخبرونهTOP

ملا نورالله نوري د خوست د سرحدي ولسواليو له يو شمېر کوچي مشرانو سره وکتل

کابل، د لېندۍ ۲۵مه، باختر

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست ملا نورالله نوري په خپل کاري دفتر کې د خوست ولایت سرحدي ولسواليو له يو شمېر کوچي قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل چې د ولس ستونزې حلول زموږ مسوولیت دی.

په دې کتنه کې کوچي مشرانو له ملا نورالله نوري ته د خپلو يو لړ ستونزو او غوښتونو د بيانولو په ترڅ کې وويل چې د اسلامي امارت چارواکي دې د خوست ولايت په کوچي مېشتو سرحدي ولسواليو کې د روغتيا، سړک جوړونې او د ښوونې او روزنې په برخه کې کار وکړي.

ورپسې د یاد وزارت سرپرست ملا نورالله نوري یادو مشرانو ته ښه راغلاست ووایه او زياته يې کړه چې تاسو زړورو قومونو له امارت سره په جهاد کې تر خپلې وسې ونډه اخیستې، د ډېرو ستونزو پر وړاندې مو مبارزه کړې او د اسلامي نظام له مجاهدينو سره په ګډه مو خپل هېواد  له هر ډول ناخوالو را اوچت کړی.

ملا نوري د خپلو خبرو په دوام کې د راغلو قومي مشرانو د ستونزو حل خپل مسوليت وباله او ډاډ يې ورکړ چې د دوی د ستونزو او غوښتونو په حل کې به ورسره همکاري کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته