ملا عبدالغني برادر اخوند په بغلان کې له سېلاب ځپل سیمو څخه لیدنه وکړه
کابل، د غوايي ۲۴مه، باختر
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرکز څخه سېلابځپلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې زیانمنې شوې سیمې له نږدې وکتلې.
ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د بغلان ولایت مرکز ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مسوولینو او ټاکل شویو کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې.
نوموړي زیاته کړه: «هغه ولسوالۍ چې موږ له نږدې وکتلې د زیان کچه یې لوړه ده، په کار ده چې د خوراکي توکو، درملو او بې ځایه شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې یادې ادارې خپلې هڅې ګړندۍ او سېلابځپلو سیمو ته د مرستو بهیر چټک کړي.»
د یادونې وړ ده، چې دوې ورځې وړاندې د بغلان په بېلابېلو سیمو کې سختو سېلابونو ۴۰۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او زرګونه کورونه، کروندې او حیوانات یې له منځته یوړل.