ملا عبدالغني برادر آخوند: افغانستان او روسیه ښې سیاسي – اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي

کابل، د سلواغې ۲۲مه، باختر
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن له غرمې وروسته د روسیې فدراسیون د ولسمشر له سلاکار او د اقلیم په برخه کې د ولسمشر له ځانګړي استازي روسلان عادلګیرییف سره وکتل.
باختر آژانس ته د ریاستالوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دې لیدنې پر مهال چې په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف هم حضور درلود؛ د افغانستان اسلامي امارت او روسیې فدراسیون ترمنځ پر دوو اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو همکاریو، په افغانستان کې د روسي پانګه والو پر پانګونې، د اقلیمي بدلون په برخه کې پر ګډې همکارۍ او د افغانستان او روسیې ترمنځ د سیاسي اړیکو پر پراخوالي خبرې وشوې.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي دي: افغانستان او روسیه ښې سیاسي – اقتصادي اړیکې لري او دواړه لوري باید په ګډه د یادو اړیکو پراخېدو لپاره هڅې وکړي او چا ته اجازه ور نه کړي چې دغو اړیکو ته زیان ورسوي.
ملا برادر آخوند زیاته کړې چې اوسمهال په افغانستان کې د امنیت په ټینګېدو سره تر بل هر وخت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره شوې او روسي پانګه وال کولای شي دلته په بېلابېلو برخو کېپانګونه وکړي.
هغه دغه راز د اقلیمي بدلون په نړیوالو غونډو کې د افغانستان د استازي پر حضور ټینګار کړی او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې د هغو هېوادونو له جملې څخه دی چې د اقلیمي بدلون له امله ورته ډېر زیان رسېدلی او د دغه زیان په بدل کې ورسره هېڅ ډول همکاري نه ده شوې.
روسلان عادلګیرییف هم، په افغانستان کې له شویو پرمختګونو ستاینه کړې او ویلي دي چې د افغانستان د وروستیو پرمختګونو رښتینی انځور به د روسیې له حکومت او خلکو سره شریک کړي.
هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د بشپړ امنیت په راتلو سره، ډېری روسي پانګه وال چمتو دي چې دلته په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.