ملا خیرخواه: له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراخول غواړو
کابل، د سلواغې ۱۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه په خپل کاري دفتر کې د ايران د سفارت له مرستيال سيد حسين مرتضوي او د ياد سفارت له نوي مقرر شوي کلتورې اتشې سيد روح الله حسيني سره وکتل.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه له ګاونډيو هېوادونو سره د کلتوري اړيکو په پياوړتیا او پراخولو ټنیګار وکړ او کلتوري تبادلات يې د دواړو هېوادونو د اړيکو په پراختيا کې مهم وبلل.
ورته مهال د ايران د سفارت مرستيال سيد حسین مرتضوي د نوي مقرر شوي کلتوري اتشې د پېژندلو ترڅنګ د کلتوري موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.
همدا ډول د ايران سفارت کلتوري اتشې سيد روح الله حسيني د دواړو هېوادونو تر منځ د کلتوري اړيکو د پراختيا په برخه کې د همکارۍ په تړاو خبرې اترې وکړ.