ملا خیرالله خیرخواه: رسنيز مسووليت ډېر مهم مسوولیت دی او باید مسوولانه چلند وشي

کابل، د سلواغې ۴مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خيرالله خيرخواه، نن په کابل کې د دغه وزارت د خپرونو چارو معينيت اړوند اطلاعاتو ته د لاسرسي رياست له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو د وياندويانو او د رسنيو له مسوولينو او استازو سره د همغږۍ په غونډه کې؛ په ښه توګه د رسنيز مسوولیت پر ترسره کولو ټينګار کړی دی.
ښاغلي ملا خیرالله خیرخواه ویلي دي: “رسنيز مسووليت ډېر مهم مسووليت دی او باید داسې مسوولانه برخورد وکړو چې له خپل مسير سره مو مطابقت ولري، باید متضاد شيان نشر نکړو؛ ځکه ټولنه له خپل اصلي مسير څخه منحرفوي، ټول باید خپل اصلي استقامت تعقیب کړو او له افراط او تفريط څخه ځان ساتنه وکړو.”
هغه زياته کړې ده: “په يو شمېر هېوادونو کې پر رسنيو ډېر سخت قیودات وضع شوي دي؛ خو برعکس اسلامي امارت له رسنيو ملاتړ کوي او له دوی څخه يې په هر ډګر کې دفاع کړې ده او بيا يې هم کوي.”
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير د خپلو خبرو په پای کې ويلي دي: “د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد ملي ګټې خوندي شوې دي، امارت د ټولو افغانانو ګډ کور دی، ستونزې به په ګډه ختموو، هېواد مو له ډېرو ستونزو راتېر شوی دی، درې امپراطورۍ پکې ماتې شوې او باید له تېر وخت څخه تجربه واخلو او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره اوږه په اوږه کار وکړو.”