خبرونهفرهنګTOPټولنه

ملا خیرالله خیرخواه: د شاعرانو هغه شعرونه ډېر اغېزمن دي چې د نظام د ساتلو، د خلکو ترمنځ د وحدت او د هېواد د پرمختګ لپاره چمتو شوي وي

کابل، د مرغومي ۱۰مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معینیت د ترنم او ترانو ریاست له لوري، «د هېواد د مشهورو ترانه ویونکو او شاعرانو په وياړ علمي او فرهنګي سمينار» نن په پلازمېنې کابل کې پيل شو.

د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د دغه سمینار په پرانيست‌غونډې کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د هېواد د شاعرانو او ترانه ویونکو پر مقام او مسئولیتونو خبرې وکړې او ویې ویل چې شاعران د ټولنې د ژبې حيثيت لري او بايد خپل شعرونه د اسلام او هېواد د دفاع، د خلکو ترمنځ د يووالي د پياوړتيا، د نظام د ملاتړ او بقا او د هېواد د پرمختګ لپاره چمتو کړي.

ملا خیرخواه زیاته کړه چې د اشغال په تېره شل کلنه دوره کې د شاعرانو حماسي شعرونه د ستاينې وړ دي او د شاعرانو هغه شعرونه ډېر اغېزمن دي چې د اسلامي نظام د ساتلو، د هېوادوالو ترمنځ د ملي وحدت او د هېواد د پرمختګ په اړه چمتو او ويل شوي وي.

هغه د هېواد له شاعرانو او ترانه ویونکو څخه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملاتړ ډاډ ورکړ او د هغوی ترمنځ یې پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

دغه راز، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي وویل چې  د هېواد شاعرانو او ترانه ويونکو په خپلو شعرونو او ترانو سره، د هېواد تاريخ خوندي کړی او ژوندی يې ساتلی دی.

هغه هم، د هېواد له شاعرانو او ترانه ويونکو څخه وغوښتل چې خپل شعرونه او ترانې دې د اسلامي نظام د استحکام او تقويت، د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي د پياوړتيا او د نظام او خلکو د لا نږديوالي لپاره ترتیب او تنظیم کړي.

په ورته وخت کې، د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخواه، د شعر او شاعرۍ پر اهمیت او د حماسي شعرونو پر تاریخچې خبرې وکړې او ویې ویل چې د هېواد شاعران په خپلو شعرونو او ترانو سره کولای شي چې اوسنی نسل له تاريخ سره وتړي او تر ډېره بريده د فکري جګړې پر وړاندې د هغوی ساتنه وکړي.

د غونډې په دوام، د پوهنې وزارت مالي او اداري معين مولوي صبغت الله وصيل وويل چې د هېواد شاعرانو او ترانه ویونکو د اشغال په تېره شل کلنه دوره کې خپل رسالت په پوره توګه ادا کړ، خو له دې وروسته دوی بايد د اسلامي نظام د پياوړتيا او پايښت په لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د غونډې په وروستۍ برخه کې، استاد ګل الرحمن  رحماني د موضوع اړوند خپله مقاله ولوستله او د هېواد له شاعرانو او ترانه ویونکو څخه یې وغوښتل، داسې شعرونه ولیکي چې د خلکو ترمنځ د اتصال او پیوند سبب شي او په خپلو شعرونو سره، نړیوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد د مشهورو ترانه ویونکو او شاعرانو په وياړ علمي او فرهنګي دوه ورځنی سمينار کې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه یوشمېر شاعرانو ګډون کړی او ټاکل شوې ده د دغه سمینار په بهیر آزاده مشاعره هم ترسره شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته