کابل، د زمري ۳۱مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، نن په کابل کې د قطر سفارت له سلاکار مردف القاشوطي سره په کتنه کې ویلي چې د اسلامي امارت پرمختګونه باید له نړۍ سره شریک شي؛ څو نړیوال د افغانستان واقعي انځور وویني.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کتنه کې د قطر سفارت سلاکار مردف القاشوطي، په هېواد کې د سراسري امنيت او سولې د یادونې ترڅنګ؛ د نظام په بېلابېلو برخو کې پر شویو پرمختګونو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت په لنډ وخت کې ډېر زیات پرمختګ کړی دی.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خير الله خيرخواه، ویلي چې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت پرمختګونه باید له نړۍ سره شریک شي؛ څو نړیوال د افغانستان واقعي انځور وویني.
ملا خيرخواه زیاته کړې چې قطر هېواد دې د افغانستان د تاريخي آثارو لپاره د نندارتونونو د جوړلو او افغان ځوانانو ته د روزنیزو سمینارونو برابرولو په برخه کې همکاري وکړي.
په کابل کې د قطر سفارت سلاکار هم، په یادو برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
13 1 دقیقه لوستل