ملا خیرالله خیرخواه: امارتي ادارې باید هغه څه خپاره کړي چې د اسلامي نظام د پياوړتیا سبب شي او د ملت د یووالي په ګټه وي
کابل، د غويي ۱۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا، له مرکزي ویاندویانو سره د همغږۍ لومړنۍ غونډه نن په کابل کې جوړه شوه.
د باختر آژانس خبریال د خبر له مخې؛ په همدې مناسبت جوړه شوې غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق الله عزیزي، د امارتي وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویاندویانو هڅې وستایلې او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د خپلو ادارو د لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه کره معلومات له هېوادوالو سره شریک کړي؛ ترڅو د نظام د استحکام او د هېواد د پرمختګ پر وړاندې د دښمنانو دسیسې او پوچ تبلیغات شنډ کړل شي.
مولوي عزیزي، همدا رنګه له هغوی څخه، له رسنیو سره د ښه تعامل غوښتنه وکړه او له رسنیو سره د امارتي ادارو د معلوماتو ورکولو په اړه یې د اسلامي امارت د پالیسۍ مهم موارد بیان کړل.
همدا رنګه د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتي چارو معینیت سرپرست او د باختر اطلاعاتي آژانس رئیس مولوي ضیاالحق حقمل، وویل چې د اسلامي نظام ځلول او خلکو ته د امارتي ادارو د لاسته راوړنو رسول؛ تر ډېره بریده د ویاندویانو مسئولیت دی او باید دغه دروند مسئولیت په سمه توګه ترسره شي.
هغه زیاته کړه چې له فتحې وروسته، په هېواد کې نظامي جګړه درېدلې ده؛ خو د دښمن یوازېنۍ جګړه چې افغانان ورسره مخ دي؛ هغه مطبوعاتي جګړه ده چې د دې جګړې د ګټلو مسئولیت د ټولو په ځانګړې توګه د ویاندویانو پر غاړه دی.
د غونډې په بهیر کې، د بېلابېلو امارتي ادارو ویاندویانو، اطلاعاتو ته د لاسرسي بهیر د ښه والي په اړه، خپلې نظریې او وړاندېزونه د اطلاعاتو او کلتور وزارت له چارواکو سره شریکې کړې او د دغه بهیر د لا چټکتیا لپاره یې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د یادو ویاندویانو د نظریو او وړاندېزونو په اورېدو سره، وویل چې امارتي ادارې باید هغه څه خپاره کړي چې د اسلامي نظام د پياوړتیا او استحکام، د افغانانو ترمنځ د ملي یووالي د ټینګېدو او د هېواد د آبادۍ او پرمختګ سبب شي او د ملت په ګټه وي.
ملا خیرخواه، ویاندویانو ته د ځینو سپارښتنو ترڅنګ، له هغوی څخه وغوښتل چې د خپلو ادارو نظریې او وړاندېزونه په لیکلي ډول له اطلاعاتو او کلتور وزارت سره شریک کړي، چې له مخې یې، اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یو هر اړخیز طرزالعمل جوړ شي.
د یادونې وړ ده چې د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د پرېکړې او د ریاست الوزرا عالي مقام د هدایت پر اساس؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د ټولو مرکزي او ولایتي ویاندویانو د ښې روزنې او د اسلامي امارت له پالیسۍ سره د هغوی د لا بلدتیا په موخه؛ په هره درېیو میاشتو کې ویاندویانو ته سمینارونه جوړ او له هغوی سره وخت په وخت د همغږۍ ناستې جوړې کړي.