کابل، د وږي ۲۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د روسيې په سنتپيترزبورګ ښار کې د مېشتو افغانانو د کلتوري ټولنې له رئيس او غړيو سره وکتل.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، ویلي چې له څلور لسيزو وروسته، اوسمهال افغانستان د يوه داسې نظام څښتن دی چې سراسري امنیت پهکې حاکم دی، له دې امله افغانان دې هېواد ته راستانه شي او تر يوه چتر لاندې سره راټول او په يووالي سره د هېواد د پرمختګ لپاره کار وکړي.
ملا خيرخواه زياته کړې ده: “په تېرو شلو کلونو کې مو ډېرې امنيتي ستونزې درلودې، خو نن هر افغان د مصؤنيت احساس لري، د هېواد ګوټ ګوټ ته په آرام زړه سفر کوي، د افغانستان ارضي تماميت او ملي حاکمیت تر پخوا ډېر مصؤن دی، له اداري فساد او مخدره موادو سره جدي مبارزه شوې ده، همدا راز امنيتي او دفاعي ځواکونه د هېواد د سرحداتو او ملي نواميسو د ساتنې په خدمت اخته دي او د خلکو، هېواد او آزادۍ دفاع او ساتنې ته ژمن دي.”
همدا رنګه، په سنتپيترزبورګ ښار کې مېشتو افغانانو په خپل وار سره، د وړانديزونو او نظرياتو په شريکولو سره؛ له اسلامي امارت څخه خپل ملاتړ څرګند کړی او ويلي دي چې نه غواړي افغانستان بېرته شاتګ وکړي او اسلامي نظام يې د هېواد د ټولو ستونزو د حل لاره بللې ده.
هغوی، نړيوالو ته د افغانستان د اصلي څېرې د ښودلو لپاره، د عامه اذهانو پر روښانه کولو ټينګار کړی دی.
د کتنې په پای کې، د هېواد د ارضي تماميت، ملي حاکميت، له ملي او اسلامي ارزښتونو او دغه راز د افغانستان د اصلي کلتورونو پر دفاع ټينګار شوی دی.