ملا خیرالله خیرخواه: اسلامي امارت هڅه کوي په ټول هېواد کې رغنيزې پروژې تطبیق کړي

کابل، د مرغومي ۲۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه، هلمند ته د خپل سفر په بهیر کې، په داسې حال کې چې د یاد ولايت مرستيال والي مولوي محمد نبي حماس او د علماوو شورا رییس شیخ عبدالولي اغا یې ملتيا کوله؛ د لښکرګاه – هرات لویې لارې ترمنځ د جوړېدونکي سړک له رغنيزو چارو څخه نظارت کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر، د یاد سړک د لیدنې پر مهال ویلي دي: “ډېر د خوښۍ ځای دی چې جګړه ځپلي هلمند کې رغنیزي پروژې پلې کېږي”.
دا سيمه مخکې د جګړې لومړۍ کرښه وه چې هېڅ چا ورته د راتګ زړه نه ښه کاوه؛ خو دا دی د اسلامي امارت په بیا راتګ سره دلته د امن تر سیوري لاندې داسې رغنیزې پروژې پلې کېږي چې د ولسونو پر شونډو مسکا راولي.
ملا خیرالله خیرخواه زياته کړې چې اسلامي امارت په ټول توان سره هڅه کوي، په ټول هېواد په ځانګړې توګه جګړه ځپلو سيمو کې دا ډول ګټورې رغنيزې پروژې تطبیق کړي، ترڅو هېواد او هېوادوال پر ځان بسیا او د نورو له احتياجه خلاص شي.
د یادونې وړ ده چې یاد سړک د هلمند له مرکز لښکرګاه ښار څخه پيل شوی او تر لښکرګاه – هرات لویې لارې پورې ۲۷.۵ کيلومتره اوږدوالی لري, چې د رغولو چارې يې د اسلامي امارت له بودجې څخه پيل شوې او لسګونه هېوادوالو ته په کې د کار زمينه برابره شوې ده.