ملا خیرالله خیرخواه، د جاپان له سفیر سره پر يو شمېر فرهنګي او هنري مسایلو بحث وکړ

کابل، د لېندۍ ۱۸مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، نن په کابل کې د جاپان له سفیر کوروميا تاکايوشي سره وکتل.
په دې کتنه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست، د جاپان له سفیر سره پر يو شمېر فرهنګي او هنري مسایلو بحث کړی دی.
همدا رنګه، دواړو لوريو د فرهنګي او هنري برخو پر پياوړتيا، د فرهنګي او کلتوري ميراثونو پر ساتنې او ګډې همغږۍ ټينګار کړی دی.
د جاپان سفیر ویلي چې د افغانستان کلتور ته ځانګړی احترام لري او د کلتوري هڅو د پراختيا لپاره یې د لا زیاتې همکارۍ ژمنه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته