ملا خيرالله خیرخواه: د هېواد د تاريخي آبداتو او آثارو ساتل د ټولو ګډه دنده ده

کابل، د سلواغې ۱۲مه، باختر

د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خیرخواه په خپل کاري دفتر کې د فارياب له والي مولوي محمد شعيب رسالت سره په کتنه کې وویل چې د هېواد د تاريخي آبداتو او آثارو ساتل د ټولو ګډه دنده ده.

په دې کتنه کې مولوي محمد شعيب رسالت فارياب کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست پرمختګونه او نوښتونه وستایل او زیاته یې کړه، چې لا باید په فرهنګي برخه کې نوښتونه رامنځته او د سیلانیانو لپاره آسانتياوې په پام کې ونيول شي.

ورته مهال ملا خیرالله خیرخواه د دوی له هر اړخېزې همکارۍ مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د فارياب د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه په ښه شکل روان دي.

ملا خیرخواه وویل ټول مسووليت لرو، چې د هېواد د تاريخي آبداتو او آثارو په ساتلو او جوړولو کې سره همکار شو او دا د ټولو ګډه دنده ده.

هغه څرګنده کړه، د اسلامي امارت په راتګ سره د ټولو ولايتونو تاريخي آثارو او آبداتو رغونې ته ځانګړې پاملرنه شوې، د ځوانانو د انسجام لپاره هڅې شوې، هغوی ته په بېلابېلو برخو کې د زده کړو او کار زمينه برابره شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته