خبرونهفرهنګTOP

‏ملا خيرالله خيرخواه د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو ته د اسد ۲۴مې د ښې نمانځنې په موخه لازمې سپارښتنې وکړې

کابل، د زمري ۲۰مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، نن د «آنلاين» ناستې له لارې د ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو ته د اسد ۲۴مې لپاره د تیاریو او ځانګړو پروګرامونو د جوړولو په موخه لازمې سپارښتنې کړې دي.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې، په ياده ناسته کې چې د ملي ټلویزیون له لارې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست په مشرۍ ترسره شوه؛ د زمري ۲۴مې د لا ښې نمانځنې په موخه د ناستو او خلکو د تنظیم په تړاو د هېواد د ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او کلتور رئیسانو او اړوندو مسئولینو ته په سپارښتونو کې پر بشپړ چمتووالي ټینګار وشو.

Img 20240810 Wa0005
ملا خیرخواه په خپلو خبرو کې ويلي دي: “د دغه عظیم استقلال او فتحې نمانځل د افغانستان د مجاهد ملت غوښتنه ده؛ کوم چې د شهیدانو او دردېدلي ولس آرمان او د سلګونو زرو شهیدانو د قربانیو نتیجه ده؛ نو دا زموږ مسؤلیت دی چې د سکون او امنیت ډکه فضا رامنځته کړو؛ څو ملت په ډاډمنه فضا کې د خپلواکۍ جشن ونمانځي.”
هېره دې نه وي چې درې کاله وړاندې د اسد/زمري په ۲۴مه د افغان متدين او مجاهد ملت د ډېرو قربانيو او د زرګونو شهيدانو د پاکو وينو په پايله کې، د امريکا په مشرۍ اشغالګر له شرموونکې ماتې سره مخ شول؛ افغانستان بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه او اسلامي نظام په کې واکمن شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته