ملا خيرالله خيرخواه: د مس عینک په ساحه کې د تاریخي آثارو ساتنه، افغانستان او چين ته اړینه ده

کابل، د لېندۍ ۵مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، نن «ام‌سي‌سي‌ټي» او «ام‌جې‌اې‌ام» چينايي شرکتونو له رئیسانو سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د «ام‌سي‌سي‌ټي» شرکت رئیس لیو جون، د پلاوي په استازيتوب خبرې کړي او ويلي يې دي چې افغانستان ته په راتګ، د دغه هېواد بڼه بدله لیدلې، د خلکو ګنه ګوڼه او وضعیت یې هم ډېر مثبت موندلی دی چې په وینا یې دغه وضعیت د اسلامي امارت د ښې حکومتولۍ پایله ده.
هغه د تاریخي میراثونو د ساتنې او په فرهنګي چارو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسلکي فعالیتونه ستایلي او د چین هېواد له‌خوا د لېږل شوي تخنیکي هیئت سره د دغه وزارت له همکاريو د مننې ترڅنګ، زياته کړې چې د مسو د استخراج په بهير کې باید د اطلاعاتو او کلتور او د کانونو او پټرولیم وزارتونو ګډ هیئت له دوی سره له نږدې کار وکړي، تر څو د استخراج په جریان کې فعالیتونو ته چټکتیا وروبښي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ویلي دي: “افغانستان او چین ګډ فرهنګي مشترکات لري او دواړو هېوادونو ته د مس عینک په ساحه کې د تاریخي آثارو ساتنه اړینه ده”.
ملا خیرخواه زیاته کړې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپل تخنیکي ټیم پر مټ، له اړوندو ارګانونو سره په همغږۍ په مس عینک سیمه کې چارې مخته وړي.
د کتنې په پای کې، ياد پلاوي خپلې غوښتنې شريکې کړې، چې د سرپرست وزير له لوري ورته د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته