کابل، د وږي ۲۷مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه، د روسيې په سنت پیترزبورګ ښار کې د (کلتورونو اتحاد) نړيوالې غونډې له پای ته رسېدو وروسته؛ په مسکو کې د افغانستان په سفارت کې له مسکو مېشتو افغانانو سره کتلي دي.
باختر آژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې چې د افغانستان سفارت سرپرست جمال ناصر غروال هم حاضر و؛ د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ويلي دي: “افغانستان له پنځه لسیزو جګړو وروسته، اوسمهال د يو مقتدر مرکزي نظام څښتن شوی او د امنيت، ثبات، يووالي او ورورولۍ لپاره ښه زمينه برابره شوې ده”.
ملا خيرخواه، دغه راز د افغانستان او روسيې اوسنۍ اړيکې ښې بللي او له ګاونډيو هېوادونو سره يې د دوستانه پياوړو اړيکو غوښتنه کړې ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست زياته کړې چې اسلامي امارت په تېرو درېيو کلونو کې په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه له اداري فساد او نشه یي توکو سره د مبارزې په برخه کې ښې او د پام وړ لاسته راوړنې لري.
ملا خیرالله خیرخواه، په مسکو کې د افغانانو تر منځ پر يووالي او ورورولۍ ټينګار کړی او هلته له افغان کادرونو څخه يې غوښتي د هېواد د آبادۍ او پرمختګ لپاره دې افغانستان ته راستانه شي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې، اوسنی حکومت ټولګډونه حکومت بللی چې له ټولو قومونو جوړ او له هر ډول تعصب او قومپالنې څخه پاک دی.
په روسيه کې د مېشتو افغانانو په استازيتوب، يو شمېر فرهنګیانو د حکومتولۍ د ښه والي او د اصيل افغاني کلتور د پراختيا او پياوړتيا لپاره خپلې غوښتنې او وړانديزونه شريک کړي او په ياد هېواد کې يې د يو کلتوري مرکز د جوړولو غوښتنه کړې ده، چې په دې برخه کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د سرپرست له لوري د هر اړخيزې همکارۍ ډاډ ورکړل شوی دی.