کابل، د وږي ۲۳مه، باختر
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه د “کلتورونو اتحاد” نړيوالې غونډې په څنډه کې، نن د روسیې د کلتور له وزيرې اولګا لوبیمووا سره کتلي دي.
باختر آژانس ته په رارسيدلې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کتنه کې آغلې لوبیمووا، فرهنګی غونډې د هېوادونو د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصتونه بللي دي.
د روسیې د کلتور وزيرې، افغانستان د لرغونو سیمو له پلوه د نړۍ تر ټولو بډای هېواد یاد کړی او د هېواد د ملي موزيم له کارکوونکو يې د فرهنګي آثارو د ښې ساتنې له امله ستاینه کړې ده. دغه راز په فرهنګي برخه کې د افغان ځوانانو د روزنې لپاره د خپل هېواد چمتووالی ښودلی دی.
هغې زیاته کړې چې د نندارتونونو جوړول، د دواړو هېوادونو له ولسونو سره د یو بل د تاريخ او کلتور په پیژندنه کې مرسته کوي.
دغه راز د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست په خپلو خبرو کې، دا ډول فرهنګي غونډې د دواړو هېوادونو د اړيکو د پراختيا لپاره مهمې بللې او ويلي يې دي چې بايد له دغه فرصت څخه د سياسي او فرهنګي اړيکو د پراختيا لپاره اعظمي ګټه پورته شي.
ملا خيرخواه زياته کړې چې دا ډول فرهنګي کړنې د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړيکو د همغږۍ لپاره زمينه برابروي.
هغه، روسيه د پراخې جغرافيې او متنوع فرهنګونو درلودونکی هېواد ياد کړی دی.
خيرخواه ويلي چې افغانستان د پنځه زره کلن لرغوني تاريخ په درلودو سره، بډای تاريخ او د اسلامي او نورو بېلابېلو دورو فرهنګي ميراثونه لري.
هغه د دواړو هېوادونو تر منځ د فرهنګي او لاسي صنايعو د نندارتونونو پر جوړولو ټينګار کړی دی.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست همدارنګه، د فرهنګونو د پېژندنې او اقتصادي پياوړتيا په برخه کې د توريزم صنعت رول مهم او سيلانيان يې د هېوادونو فرهنګي سفيران بللي او زياته کړې يې ده چې افغانستان له ۴۰ کلنو جګړو وروسته، د سراسري امنیت په تامین سره اوسمهال د ګڼ شمېر بهرنیو سيلانيانو کوربتوب کوي، چې سيلانيان په پوره ډاډ سره د افغانستان هر ګوټ ته د سياحت په موخه سفرونه کوي.
13 1 دقیقه لوستل