ملا برادر اخوند: په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت، په مدارسو کې په رښتینې بڼه ظهور وکړ

کابل، د مرغومي ۲۹مه، باختر
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند، نن په خوست کې د جامعه مظهر العلوم نيازي د فاضلانو د دستاربندۍ په مراسمو کې ګډون او وینا کړې ده.
په دغو مراسمو کې د اسلامي امارت یوشمېر مسوولینو، علماء کرامو، مشایخو او د سیمې اوسېدونکو هم ګډون کړی و.
باختر اژانس ته د ریاست‌الوزراء د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په یادو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ویلي دي: “د اسلامي تاریخ په اوږدو کې مدارس د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو د ترسیخ، د دیني شعور او هویت ساتنې په برخه کې فعال مرکزونه پاتې شوي او ټولنو ته هغه هستۍ وړاندې کوي چې رسول‌الله (ص) خپل وارثان بللي او امت ته د اخلاقو او نبوي چلند معیار ګرځي.”
ملا برادر اخوند زیاته کړې ده: “په افغانستان کې د مقدس جهاد د فرضیت اسلامي روایت په مدارسو کې په رښتینې بڼه ظهور وکړ، دا روایت له مدارسو راوټوکېد، کلیو او ښارونو ته یې سرایت وکړ او په داسې دوامداره مقدسه مبارزه بدل شو چې سترو کفري لښکرو ته یې شرموونکې ماتې ورکړه.

Ps202511811 1
ملا عبدالغني برادر د دیني مدارسو له مسوولینو او فارغ شویو فاضلانو څخه غوښتي چې د وعظ او منبر ژبه نوره هم نرمه او ښایسته کړي، د دیني مکلفیتونو ترڅنګ خلکو ته د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه او فکر ورکړي، له خلکو سره د نبوي اخلاقو په چوکاټ کې چلند وکړي، په خپل علم عمل او په خپله برخه کې لا ډېره مطالعه او پرمختګ وکړي.
هغه څرګنده کړې ده: “تاسې ته ښه معلومه ده چې اوس د ټکنالوژۍ دور دی؛ کوښښ وکړئ چې له معاصرو زده کړو او اړتیاوو سره هم ځانونه بلد کړئ، څو په واقعي ډول د دین او ولس خدمت وکولای شئ او ولسونو ته دیني شعور او فهم په معاصره او قابل فهم ژبه انتقال کړای شئ.”
اقتصادي مرستیال د هېواد اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویلي دي: “له نېکه‌مرغه د هېواد په کچه د اقتصادي ودې په برخه کې اوسمهال ډېرې مهمې ملي پروژې او کارونه روان دي، د نړۍ له هېوادونو سره تجارتي اړیکې پراخې شوې، داخلي تولیداتو ته مناسب بازارونه موندل شوي او د امارتي منابعو د غوره مدیریت لپاره په مهمو ملي پلانونو او ستراتیژیو کار روان دی.”
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې، ټولو فارغو شویو فاضلانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ویلې او له هغوی څخه یې غوښتي چې له خپل علم څخه د دین، هېواد او د دغه شریف ولس د خدمت لپاره ګټه واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته