خبرونهاقتصادټولنهTOP

ملا برادر آخوند: د کابل – جلال آباد د دویم لین سړک جوړول، د اسلامي امارت په لومړیتوب کې دي 

کابل، د غويي ۲۲مه، باختر 

د رياست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند، د کابل – جلال آباد له دویم لین سړک څخه ليدنه کړې ده.

د رياست الوزرا د اقتصادي معاونیت په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې ده؛ راغلي چې د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د دې ليدنې پر مهال، د کابل – جلال آباد دویم لین سړک د هېواد له مهمو سوداګريزو لارو څخه ياد کړی او ویلي یې دي چې پر دې لاره په ورځني ډول سلګونه باروړونکي او مسافر وړونکي موټر تګ راتګ کوي. 

ملا عبدالغني برادر آخوند زياته کړې ده: “د کابل – جلال آباد پر لومړي سړک د زیاتې ګڼې ګوڼې او ځينې وخت د غره ښویېدو له امله، ترافيکي پېښې رامنځته کېږي چې په پايله کې يې هېوادوالو ته ځاني او مالي زيانونه رسېږي؛ نو اړتيا ده چې د دغه سړک دویم لين هم جوړ شي، څو ترافيکي پېښې راکمې، سوداګريز توکي په وخت انتقال او د هېوادوالو ژوند وژغورل شي.”

اقتصادي مرستیال، همدا رنګه ویلي چې د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک جوړول، د افغانستان اسلامي امارت په لومړیتوب کې دي او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له منظورۍ وروسته به یې عملي چارې پیل شي.

هېره دې نه وي چې د دې لیدنې پرمهال، د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي، د کابل والي مولوي امين الله عبيد او د ننګرهار والي ملا محمد نعيم آخوند هم حضور درلود.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته