سیاستخبرونهTOP

ملا برادر آخوند: د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې ده 

کابل، غبرګولي ۱۶مه، باختر 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا له رئیس او د اندونیزیا د پخواني ولسمشر له مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي سره وکتل.

د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې کتنې پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې شوې دي. 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې افغانستان او اندونیزیا د تاریخ په اوږدو کې ښې اړیکې لرلې دي چې اوسمهال د دغو اړیکو د پراختیا لپاره ښه زمینه برابره شوې او په کار ده دواړه هېوادونه یې د پياوړتیا لپاره په ګډه کار وکړي. 

ملا برادر آخوند زیاته کړې چې په افغانستان کې د سراسري امنیت په راتلو سره د انرژۍ، کانونو، اوبو بندونو، زېربنا، صنعت او نورو برخو کې د پانګونې ښه فرصتونه رامنځته شوي او اندونیزیايي پانګه وال کولی شي په یادو برخو کې پانګونه وکړي. 

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال څرګنده کړې چې اسلامي امارت پانګه والو ته لازمې آسانتیاوې برابرې کړې دي او د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي. 

د اندونیزیا جمهوریت د هلال احمر او د جوماتونو شورا رئیس او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر مرستیال محمد یوسف کالا هم، په افغانستان کې د شویو پرمختګونو ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده چې دوی به د اندونیزیا حکومت، خلکو او نړۍ ته د افغانستان واقعي وضعیت په ډاګه کړي. 

هغه ویلي چې اندونیزیا په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره د خپلو اړیکو پراخول غواړي او اندونیزیايي پانګه وال لېواله دي چې د افغانستان په کانونو کې پانګونه وکړي. 

محمد یوسف کالا زیاته کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په کانونو کې د پانګونې په موخه اندونیزیايي اقتصادي پلاوی کابل ته راشي او دلته به په بېلابېلو برخو کې د ګډو اقتصادي همکاریو په اړه له افغان لوري سره بحثونه ولري. 

د کتنې په پاى کې، دواړو لوریو د افغانستان او اندونيزيا ترمنځ په سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او تعليمي برخو کې د اړیکو پر پراختيا ټينګار کړی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته