سیاستخبرونهTOP

ملا برادر آخوند، په فیروزکوه ښار کې له سېلاب ځپلو سره یوځای د لوی اختر لمونځ اداء کړ

کابل، د غبرګولي ۲۸مه، باختر
د ریاست‌الوزراٰ اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، نن د غور په مرکز فېروزکوه ښار کې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره يوځای د نېکمرغه لوی اختر لمونځ اداء کړی دی.
باختر آژانس ته د رياست‌الوزرا د اقتصادي معاونيت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ ملا عبدالغني برادر آخوند د لوی اختر د لمانځه ادا کولو په مراسمو کې، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، مجاهدینو، د خپلواکۍ د لارې د شهیدانو کورنیو، هېوادوالو او ټول اسلامي امت ته د نېکمرغه لوی اختر مبارکي ویلې او د اسلامي امت د یووالي او اتحاد هیله یې څرګنده کړې ده.
اقتصادی مرستیال ویلي چې د اسلامي امارت زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، د اسلامي امارت مسئولینو ته هدایت کړی؛ د هغو هېوادوالو لاسنیوی دې وکړي چې په دغو وروستیو کې د سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه ورته اوښتي دي.
هغه زیاته کړې چې د ده په ګډون د اسلامي امارت ټول مسئولین هڅه کوي زیانمنو هېوادوالو ته مرستې برابرې او د هغوی ستونزو ته رسېدنه وکړي.
ملا برادر آخوند، غور ته د خپل سفر اصلي موخه، د مرستندويو او ژغورونکو ادارو او بنسټونو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول، د ټاکل شویو کمېټو د کارونو ارزونه او له نږدې د سېلاب ځپلو هېوادوالو د ستونزو اورېدل بللي او ویلي يې دي چې د خپل سفر پرمهال یې له ولایتي مسئولینو، علماء کرامو، قومي مخورو او د بېلابېلو ولسوالیو له سېلاب ځپلو سره ناستې کړې، د دوی ستونزې یې اورېدلې او زیانمنې سیمې یې له نږدې ليدلې دي.
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د هېواد په بېلابېلو برخو کې د سترو او ملي پروژو پیل ته په اشارې سره ویلي چې له دغو پروژو څخه یوه هم د ختیځ – لویدیځ دهلېز د سړک جوړونې پروژه ده.
د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به هرات، غور، بامیان، دایکنډي او میدان وردګ له کابل سره وصل شي او یوه برخه يې د هرات- غور سړک دی چې څه موده وړاندې یې د عملي چارو د پیل پرانیسته وشوه.
اقتصادي مرستيال د خپلو خبرو په پای کې، یوځل بیا د غور ولسونو ته ډاډ ورکړی چې اسلامي امارت یې تر هغه پورې په څنګ کې ولاړ دی چې ستونزې یې په بشپړ ډول حل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته