سیاستخبرونهTOPټولنه

ملا برادر آخوند، په بغلان کې مسئولینو او د اړوندو مرستندویو ادارو استازو ته لازمې لارښوونې وکړې

کابل، د غويي ۲۳مه، باختر
د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند، د بغلان ولایتي مسئولینو، د ژغورنې ټیمونو او د مرستندویو ادارو له استازو سره په کتنه کې؛ هغوی ته لازمې لارښوونې کړې دي.
باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا له اقتصادي معاونیت څخه په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ملا عبدالغني برادر آخوند، تېره شپه بغلان ته له رسېدو سره سم؛ له سیمه‌ییزو مسئولینو او د اړوندو مرستندویو ادارو له استازو سره د لیدنې پر مهال ویلي چې پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون له لوري د ژغورنې، روغتیا او ټپیانو د درملنې، د بېړنیو خوراکي توکو رسولو، سرپناه برابرولو، د مرستو جلب او جذب او همدارنګه د تکفین او تدفین په موخه جوړو شویو کمېټو په فعالیت پیل کړی دی.
اقتصادي مرستیال همدا رنګه، په بغلان کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د بېړنیو مرستو، د ټپیانو عاجلې درملنې، د خوراکي توکو او موقتي سرپناه برابرولو په اړه سیمه‌ییزو مسئولینو او د اړوندو مرستندویه ادارو استازو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، پېښو ته د رسېدنې عالي امارتي کمېسیون په فوق‌العاده غونډه کې چې پرون په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوه؛ په بغلان، غور، بدخشان، فاریاب او تخار کې د سېلابونو له امله زیانمنو هېوادوالو ته د بېړنیو مرستو رسولو په موخه د کورنیو چارو وزارت، اقتصاد وزارت، روغتیا وزارت، پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت او سرې میاشتې په مشرۍ په ترتیب سره د نجات، مرستو د جلب او جذب، روغتیا او ټپیانو ته د رسېدنې، د تکفین او تدفین او د خوراکي توکو د چمتو کولو او رسولو کمېټې جوړې شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته