ټولنه

ملاامامان: ښځې دې له محمدي غرا شريعت سره سم په انتخاباتوکې ونډه واخلي

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
د جوماتونو ملا امامانو او واعظانو نن دجمعې دلمانځه په خطبوکې له خلکو او په تيره بيا له ښځو څخه وغوښتل چې په هيوادکې دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو په را روانو انتخاباتوکې دخپلې راى له حق څخه استفاده وکړي .
په دغوخطبوکې له ښځو څخه وغوښتل شول چې له محمدي غراشريعت او د اسلام د مبين دين له لارښوونو سره سم په انتخاباتوکې ونډه واخلي او د هيواد د جمهور رييس په توګه د مومن او د خلکو د خدمتګار شخص د انتخاب لپاره له خپلې راى څخه استفاده وکړي.
د هيواد له مرکز او ولايتونوڅخه د بآختراژنس د خبريالانو دخبر له مخې: په دغو خطبوکې له خلکو څخه وغوښتل شول چې د خپل سيمه ئيز نظافت او پاکوالى په ساتنه کې هلې ځلې وکړي او په دې لاره کې دې د ښارواليوله موظفينوسره همکاري وکړي .
دغه راز څرګنده شوه چې داسلام مبين دين په مومنانو دنظافت اوپاکوالى په ساتنې ټينګار کړى دى او رعايتول يې لازمي بللى دى.
په دغو خطبوکې د ټولنې له بډايو او شتمنو شخصيتونو څخه وغوښتل شول چې له بې وزلو او اړوکسانو سره مرسته وکړي او هم يوځل بيا د هيواد د خلکو ترمنځ د يوبل منلو او په ملي يو والى او دغه راز دسولې او ورورولى د فضاپه برابرولو باندې ټينګار وکړ.
دغه راز لمونځ کوونکو په هيوادکې دسولې او آرامۍ لپاره د دعا لاسونه پورته کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته