ټولنه

معلولين په پاى کې په يوه ولايت کې دودانۍ خاوندان شول .

کابل باختر د جدي نهه ويشتمه :
دهيواد په کچه دلومړى ځل لپاره  دسمنګانو په ولايت کې  دمعلولينو دټولنيز مرکز لپاره  ودانۍ جوړه  او نن  ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .
دغه ودانۍ چې  دپنځلسو بنسټيزو پروژو  يوه برخه ده  دسويډن هيواد په مالي مرسته  دنږدې  نهو مليونو افغانيو په لګښت  دسمنګانو په ولايت کې  بشپړه شوې ده .
  دسمنګانو ولايت  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رييس  انجنير  محمد اصف  دولت شاهي  دباختراژانس خبريال ته وويل  چې په دغو پروژو کې  دايبکو په مرکز کې  دمعلولينو  دټولنيز مرکز  داداري ودانۍ  او  ددريو ټولنيزو او فرهنګي  مرکزونو  جوړول  ،  دبريښنا دمزو دغزولو  دشبکې  ددوو پروژو او دنهه ديرشو مترو په اوږدوالي  او دڅلورو مترو په لوړوالې  ديواستنادي ديوال جوړول . ، ددوه کيلومترو په اوږدوالي دکليوالي سړک  ترميمول  او کريړ اچول ،  د دسترخوان  داوبدلو ددريو  روزينزو  حرفوي پروژو  عملي کول ،  دشپيتو  ماشينونو  په ويشلو سره  دخياطء  ددريو روزنيزو پروژوبشپړول او دصابون جوړولو دلارو چارو دزده کړې  يوه پروژه  شامله ده .
  دده دڅرګندونوله مخې  دغه پروژې  دسويډن کميټې  دکليو دپرمختيا دپروګرام له لارې  عملي شوي دي  چې  په بشپړيدو سره يې  دوه سوه ښځو  په دغو برخو کې  زده کړې وکړې  او له ښيګڼو څخه يې  دحضرت سلطان  ولسوالۍ  داوو کليو  درې زرو تنو اوسيدونکو  او دسمنګانو  دمعلولينو  دټولنيز مرکز غړو  برخه واخيسته .
  ددغو پروژو  دپرانستلو په مراسمو کې  دسمنګان ولايت سرپرست  خير الله انوش وويل  دغه پروژې  ديو نيم جريبه ځمکې  په ساحه کې  چې دايبکو ښاروالۍ له لارې  په وړيا ډول  ددغې ټولنې  په واک کې  ورکړى شوې ده  ، جوړې شوې دي .
  انوش زياته کړه چې د  سمنګانولايت  مقام  او نورو ارګانونو ددغې ودانۍ  په سمبالولو کې  مرسته کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته