مطبوعاتې اعلامیه

کابل/ باختر/د تلې د مياشتې ١
په بهرنیو ژبوباندې د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د واکمنۍ څرنګوالی ارزول کېږي
د بهرنیوچارو وزارت د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواک کمېسیون سره په همغږۍ کې، د وړتیاوو او بهرنیو ژبو باندې د دغه وزارت د کارکوونکو واکمني ارزوي.
د بهرنیو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته د يوې اعلاميې په ترڅ کې ويلي دي:
د بهرنیو چارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون ګډې ارزونې ښيي چې د دغه وزارت یو شمېرکارکوونکي له پنځو نړیوالو ژبو په یوې باندې یې د مهارت د نه لرلو له امله، د دندې اړوند هېواد کې نشي کولی چې خپلې چارې په ښه توګه ترسره کړي.
د بهرنیوچارو وزارت د کارکوونکو د ژبې ظرفیت د ارزونې په موخه، مشخصه کړنلاره جوړه شوې. د دغې کړنلارې له مخې، د بهرنیوچارو وزارت کارکوونکي په هېواد کې د ننه او له هېواد څخه بهر، د سویې د تثبیت لپاره، باید د نړیوالو ژبو آزموینه د منل شویو نړیوالو معیارونو له مخې ترسره کړي. په انګلیسي ژبه کې د مهارت د ارزونې لپاره، ټافل آزموینه په پام کې نيول شوې ده.
د بهرنیوچارو وزارت کارکوونکي باید له پنځونړیوالو ژبو له جملې څخه په یوې باندې یې واکمن وي.
د بهرنیوچارو وزارت کارکوونکی د آزموینې په پایله کې، د ژبو د وړتیاوو له مخې، په درې برخو وېشل کېږي: هغه کارکوونکي چې په ژبه ډیر واکمن دي، خپلو دندوته دوام ورکوي، هغه کارکوونکي چې په منځنۍ کچه یې ژبه زده ده، د ظرفیت د لوړولو په موخه، روزنیزو کورسونوته به معرفي شي او هغه کارکوونکي چې د ژبې زده کړې کچه یې ټیټه ده، په خدماتي او اداري برخو کې به و ګومارل شي.
د بهرنیوچارو وزارت او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مهالنی پروګرام ټاکلی چې له مخې به یې د روان کال ترپایه د بهرنیو چارو وزارت د ټولو کارکوونکو د نړیوالو ژبو د وړتیاوو ازموینه پای ته ورسېږي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون او د بهرنیو چارو وزارت د ګډې اصلاحي طرحې له مخې، په دې وروستیوکې دغه وزارت شپاړلس تنه کارکوونکي د کارقانون د ۱۳۸ مادې او د ترفېع او تقاعد د موظف کمېسیون له تصویب وروسته، تقاعد شوي. په همدې توګه اته سفیران او یو جنرال قونسل هم د سن د زیاتوالي له امله تقاعد شوي.
بل پلو، د بهرنیوچارو وزارت ۴۹ تنه کارکوونکي چې نه دي توانېدلي د لېسانس سند وړاندې کړي، د بهرنیو چارو وزارت د وړاندیز او د جمهور رييس د فرمان له مخې، له دندې لرې شوي. د د یپلوماتیکو او قونسلي چارو د قانون له مخې، دیپلوماتیک کارکوونکي حد اقل باید د لېسانس سند ولري.
دغه کار، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون د وړاندیز شویو اصلاحاتو یوه برخه ده. کمېسیون د دغو اصلاحاتو د رامنځ ته کېدو له امله، د بهرنیوچارو له وزارت څخه مننه کوي.
په وروستي مورد کې هم د افغانستان اسلامي جمهوريت کابینې پریکړه کړې، څو د افغانستان د ديپلوماتیکو څانګو یوشمېرکارکوونکي باید د هر هېواد د اړتیاوو له مخې، تنظیم او کم شي.#
پاى – ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته