کابلباخترد چنګاښ ٣١ مه
په ايران کې د يوه ماشوم د وهلو ډبولو د فلم د خپرولو په اړوند د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت مطبوعاتي اعلاميه.
په دې وروستيو وختو کې يو لنډ فلم په ټولنيزو رسنيو کې لاس په لاس کېږي او ښيي چې گڼې يو افغان ماشوم د ايران د ښاروالۍ د يوه مامور له خوا وهل کېږي. د مهاجرينو د راستنولوچارو وزارت په کوربه هېوادونو کې د مهاجرينو د انساني کرامت ته د بې احترامۍ په اړوند د وهلو او ډبولو او ځورونې هر راز چلند د مهاجرت په برخه کې د هر راز ميثاقونو، ژمنې او د بشر د حقوقو پرخلاف بولي.
دغه اداره په کوربه هېوادونوکې د مهاجرينو د بشري او ټولنيزو حقوقو ملاتړ او دفاع خپل اساسي مسووليت بولي او په دې برخه کې د هر راز سرغړونو څارنه او څېړنه کوي.
د مهاجرينو د راستنولو چارو وزارت د ماشوم د هويت د معلومولو په مقصد د هېواد له بهرنيو چارو وزارت او په ايران کې د افغانستان د سفارت دهمکارۍ غوښتنه کړې ده او د دغه ماشوم د افغاني هويت د تاييد په صورت کې به د ايران د اسلامي جمهوريت له مسوولو مقاماتو څخه غوښتنه کوي چې د مهاجرينو بشري او انساني حقوقو او د مهاجرت د برخې ميثاقونو ته پاملرنه وکړي او تورن سړى مجازات کړي .
دغه راز د بهرنيو چارو له و زارت څخه هم غوښتنه کوي چې د دغه ماشوم د افغاني هويت د تاييد په صورت کې دې موضوع له سياسي لارو تعقيب کړي او د تورن سړي د مجازاتوغوښتنه دې وکړي .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل