کابل باختردکب دمياشتې ١٨ :
د بشردوستانه بین المللي قوانینو مطابق روغتونونه له بریدونو خوندي وي.
پر سردار محمد داوود خان روغتون نننی تروریستي برید ښیي چې تروریستان د هیڅ اصولو او قوانینو پابند نه دي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د تروریستانو د دې بشري ضد عمل سخت غندلو پرمهال وویل، د تروریستي ډلو کړنې او جنایتونه ښیي چې هغوی د خلکو له وژلو او د وحشت له ایجاد مه واره بله هیڅ موخه نه لري.
د هېواد جمهور رئیس وویل، تروریستانو پر سردار محمد داوود خان روغتون چې
ډاکټران په کې د ناروغانو او ټپیانو په درملنه بوخت وو په برید کولو، زموږ د هېوادوالو په شهیدانولو او ټپيانولو سره د صحي خدماتو فضا د ګډ وډولو کوښښ وکړ.
د هېواد جمهور رئیس زیاته کړه، تروریستان په دغه شان وحشیانه اعمالو سره خپلې شومې موخې زموږ پر خلکونشي تحمیلولی.
جمهور رئیس غني د شهیدانو ارواو ته د دعا او ټپیانو ته د عاجلې شِفا هیلې په ترڅ کې په ټینګار وویل، د تروریستانو پرضد زموږ مبارزه کې هیڅ ابهام نشته او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول توان د هغو افرادو او ډلو پر ضد مبارزه کوي چې په جنایت او د خلکو په وژلو لاس پورې کوي.
1 1 دقیقه لوستل