سیاست

مطبوعاتي اعلاميه

 کابل- باختر- د لړم د مياشتې١٤مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په هلمند ولایت کې د اریانا نیوز د خبریال نعمت الله زهیر په شهادت سخت خواشینی شوی دی.
په هغې مطبوعاتي اعلاميه کې چې په دې اړوند د جمهور رييس د وياند د دفترله لارې باختر آژانس ته رسيدلې ده؛ ويل شوي دي:
نن سهار په لښکر ګاه ښار کې د وطن د دښمنانو له خوا د خبریالانو په موټرد ماین چاودنه شوې چې له امله یې د اریانا ټلویزیون تکړه خبریال نعمت الله زهیرشهید شوی دی او د یو بل سیمه ییز ټلویزیون موټر چلوونکی ټپی شوی دی.
جمهوررئیس د دغې پېښې د غندنې پرمهال وویل: تروریستانو او د افغانستان دښمنانویو ځل بیا ثابته کړه چې په آزادۍ اوانسانیت باور نلري او خپلو شومو موخو ته د رسیدو په خاطر له هیڅ ډول غیر انساني عمل څخه مخ نه اړوي چې د نعمت الله زهیر په شهادت یې یو ځل بیا د رسنیو ټولنه د ویر په ټغر کینوله.
جمهوررئیس وویل، تروریستي بریدونه به هیڅکله د بیان د آزادۍ مخه ونه نیسي او خپلو خلکوته د خبر رسولو په برخه کې به زموږ د خبریالانو اراده کمزورې نه کړي.
جمهور رئیس وویل، نعمت الله زهیر د هلمند په ډېرو سختو شرایطوکې کار کاوه او په ډېرې زړورتیا به یې د نوموړي ولایت له حالاتو خپل وطنوال خبرول چې شهادت یې زموږ رسنیزې ټولنې ته لویه ضایعه ګڼم.
هغه ټینګار وکړ چې حکومت د خبریالانو د ژوند د ساتنې لپاره خپل ټول امکانات په کار اچولي دي او د خبریالانو د امنیت لپاره به لا ډېر جدي تدابیر ونیسي.
جمهوررئیس د شهید کورنۍ، دوستانو او رسنیزې ټولنې ته د تسلیت او همدردۍ مراتب وړاندې کړل او اروښاد ته یې د لوى خدای (ج) په دربارکې   
د فردوس جنت دعا وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته